دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 213281
وسلوالو د پاکستان د کراچۍ د تبادلې پر بازار برید کړی
پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې نن سهار د کراچۍ ښار د اسهامو او اسعارو د تبادلې پر بازار ډله ییز وسلوال برید شوی، چې په کې پېنځه کسان وژل شوي دي.
د پاکستان جیو خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو لومړی د اسهامو او اسعارو د تبادلې د ودانۍ پر دروازه د لاسي بم برید وکړ؛ ډزې پیل شوې او ودانۍ ته د وردننه کیدو هڅه یې وکړه.
د یادې خبري سرچینې په راپور کې راغلي: په دې وسلوال برید کې لږ ترلږه څلور امنیتي ساتونکي او یو پولیس وژل شوي دي.
د کراچې پولیسو روغتونونو ته د اووه ټپیانو د لیږدولو راپور ورکړی دی.
د پاکستان د اسهامو او اسعارو د تبادلې بازار مدیر عابد علی حبیب جیو خبري سرچینې ته ویلي؛ په خواشینۍ، چې یوه بدمرغه پېښه رامنځته شوه. هغوی زمونږ د موټرو له تمځي برید ته لار اواره او پر هرچا یې ډزې وکړې.
نوموړي زیاته کړې، چې وسلوالو د ودانۍ پر دروازه برید پیل کړ او له امنیتي ساتونکیو سره ښکېل شول.
د کراچۍ پولیسو ویلي، چې ټول بریدګر وژل شوي او وضعیت د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دی.
ویل کیږي، چې په دې پېښه کې څلور وسلوال بریدګر وژل شوي دي.
تر دې دمه هیچا برید مسولیت ندی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc41qis2bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته