دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 213287
د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې درې وسله وال خپل ماین ووژل.
یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، تېره ورځ دريو طالب وسله والو غوښتل چې په چنار سيمه کې ماین ځای پر ځای کړي.
د سرچینې په خبره، دغه ماین پر یادو وسله  والو چاودنه کړې، او درې واړه یې وژلي دي.
دوې اوونۍ وړاندې هم د یادې ولسوالۍ په “عاشق چینه” سيمه کې پر هغو دوو وسله والو خپل ماین چاودنه کړې، چې غوښتل یې یاده سيمه کې ماین ځای پر  ځای کړي.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcivparyt1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته