دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 213288
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د دوو کارکوونکو فاطمې خلیل او جاوېد فولاد کورنۍ، چې تېره ورځ د کابل په چاودنه کې ووژل شول عدالت غواړي.
د دغو دو وژل شویو کورنۍ امنیتي او استخباراتي بنسټونه د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې په کم کارۍ تورن وي.
هغوی د دغه برید له پلانوونکو غواړي چې د ولسي وګړو له وژلو لاس په سر شي.
د فاطمې خلیل خور آسیه خلیل وايي:«راغلې وه چې دلته (افغانستان کې) کار وکړي، د دې لپاره یې هغه ټوټه ټوټه کړه او سورۍ سورۍ کړه. دا وضعیت نه غواړو.»
د فاطمې مور وایي چې د خپلې دې لور د زده کړو لپاره یې ډېرې سختې ورځې لیدلې دي؛ خو د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته ووژل شوه:«دغه کسان چې ځوانان له منځه وړي، زموږ د وطن دښمنان دي زموږ د خاورې دښمنان دي. زه یوه مېرمن یم چې ۳۵ کاله عمر مې د ښځو د حقونو په خاطر کار کړی او تراوسه هم ولاړه یم او د ښځې لپاره عدالت غواړم.»

فاطمې خلیل ۲۴ کاله عمر درلود او کابو له یوه کال راهیسې یې د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د همغږۍ کوونکې په توګه کار کاوه. هغه د منځني اسیا د امریکايي پوهنتون تحصیل کړې وه.
فاطمه خلیل له جاوېد فولاد سره تېره ورځ سهار کله چې د دفتر په لور روان وو، په موتر کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې هغوی ووژل.
جاوېد فولاد له ۱۷ کلونو راهیسې د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د موټر چلوونکي په توګه دنده لرله او هغه ۴۱ کلن وو چې ترې درې ماشومان پاتې شول.

د جاوېد د وژل کېدو غم د هغه پر مور او مېرمن خورا ډېر اغېز کړی. د جاوېد بوډا پلار وایي چې هغه یې د کورنۍ یوازینۍ ګټیالی و.
         
د جاوید فولاد پلار محمد نعیم وویل:«دا د امنیت او استخباراتو مدیریتي کمزورتیا ده... د دغو پېښو مخه دې ونیسي.»
            
د جاوېد فولاد مېرمن کریمه هم وايي:«همدومره یې چې زما جګر کباب کړ، د مور جانې او پلار جان یې هم کړی؛ د دوی جګر دې کباب شي.»  
 
https://avapress.com/vdcjote8ouqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته