کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان کراچۍ ښار یوه بازار کې درې تنه ووژل شول

9 سرطان 1399 ساعت 14:49

د پاکستان کراچۍ د پېر او پلور یوه بازار کې د وسله وال برید پایله کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
پېښه نن(دوشنبې د چنګاښ په ۹مه نېټه) د څلورو وسله والو لخوا شوې ده.
بریدکوونکو پر داسې ودانۍ برید کړی دی چې کلک امنیت یې ساتل کیږي او د څو بانکونو څانګې هم په کې فعالې دي.



پولیس وايي چې بریدکوونکي په ګرمو وسلو او لاسي بمونو سمبال وو.
د رسنیو د راپور له مخې پاکستان کې د بلوچستان بېلتون پاله ازادۍ پوځ د پېښې مسوولیت منلی دی.
دغې ډلې په ۲۰۱۸ کال کې کراچۍ کې د چین پر کنسلګرۍ هم برید کړی وو.
پاکستان کې د هغو ډلو ترڅنګ چې ځان جهادي بولي، بېلتون پاله ډلې هم فعالیت کوي.
د همدې میاشتې په سر کې د "سندودیش ازاي پاله پوځ" هم چې د سند ایالات بېلتون لپاره مبارزه کوي کراچۍ کې دریوو بریدونو مسوولیت ومانه. دغو بریدونو کې د دوو پاکستاني سرتېرو په ګډون څلور تنه ووژل شول.
 


د مطلب کود: 213289

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213289/د-پاکستان-کراچۍ-ښار-یوه-بازار-کې-درې-تنه-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com