دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 213292
هلمند کې یوې چاودنې ۲۵ ملکي وګړي ووژل
د هلمد سنګین ولسوالۍ کې د یوې چاودنې په پیښه کې ۲۵ تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دا پيښه نه دوشنبه سهار د سنګین ولسوالۍ یوه میله بازار کې شوې ده.
د هلمند ولایت سرپرست، مجاهدالله صفاريیک تلویزیون سره خبرو کې وویل دې پيښه کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه د پيښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو د هلمند ولایت سرپرست طالبان پکې ملامته بولي.
طالبانو هم د پيښې په غبرګون کې ویلي چې دا چاودنه د ملي اردو له یوې لوا د توغول شوي توغندي له امله شوې ده.
افغانستان کې په دې وروستیو کې د جګړو او چاودنو پيښې زیاتې شوي دي.
https://avapress.com/vdceox8wwjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته