په لوګر کې ۳ تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شو او ۱ تن یې ژوندی ونیول شو چې د امنیتي ځواکونو په ګزمه یې برید وکړ.
د ملي دفاع وزارت له لوري ېوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي؛ تیره شپه وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د فضل اباد په سيمه کې د ملي امنيتي ځواکونو په ګرځنده ګزمه بريد وکړ.
سرچینه زیاتوي؛ دغه بريد د ملي امنیتي ځواکونو منسوبينو د سخت غبرګون سر مخ شو.
دې وزارت ويلي؛ د امنیتي ځواکونو په ځوابيوابې ډزو کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱ تن یې د یو میل سلاح سنیپر، یو پایه مخابرې، موټر سایکل او یو اندازه نظامي توکو سره ژوندی نیولی دی