بلخ کې د کرونا ویروس ۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوې.
د بلخ د عامې روغتیا ریس ډاکټر نظام الدین جلیلي رسنیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه ولایت کې د کرونا ویروس ۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۱۸ تنه یې نارینه او ۱۰ تنه یې مېرمنې دي.
هغه زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ویروس له امله څوک مړه شوي نه دي او همدا راز څوک ترې رغېدلي هم نه دي.
د معلوماتو له مخې بلخ کې تر دې مهاله د کرونا ویروس ۱۶۴۸ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۵۳ تنه مړه شوي او ۶۲۵ تنه رغېدلي دي.