کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بټي کوټ کې د ښاروالۍ له لورې د یو سړک د جوړولو چارې پیل شوې

9 سرطان 1399 ساعت 16:54



د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د بټي کوټ ښاروالۍ له لورې د ۲۲۰ زره افغانیو په مالي لګښت د یادې ولسوالۍ د شهید نادر څلور لارې څخه ولسوالۍ پر لور د غځیدلې سړک د جوړولو چارې پیل شوې چې شل متره اوږدوالي او ۱.۷ متره په پلن والي سره به یوه میاشت موده کې ورغورل شي.

د ننګرهار د افغان خبری آژآنس دفتر وايي، په همدې حال کې د هسکې مینې په جودرې سیمه کې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د جومات جوړولو چارې په اساسي او معیاري ډول جریان لري چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

سرچینه زیاتوي؛ یاد جومات د داعشیانو له لورې په ځانمرګي ترهګریز برید کې د لسګونو لمونځ کوونکو سره یو ځای شهید شوی وو.
 


د مطلب کود: 213305

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213305/بټي-کوټ-کې-د-ښاروالۍ-له-لورې-یو-سړک-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com