دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 213306
جلال اباد: د کرونا له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو ازماېښتي لړۍ پیل شو
جلال اباد ښار کې د کرونا ویروس له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې ازماېښتي لړۍ پیل شوه. د ننګرهار د رسنيو دفتر وايي، د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د کرونا ویروس له امله زیانمنو کورنیو سره د نغدي او خوراکي توکو د مرستې ازماېښتي لړۍ د اتمې او نهمې ناحیو څخه پیل شوه.
د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن وایي،د نهمې ناحیې اړوند سلام انکشافي شورا له لورې په نښه شویو ۳ سوه کورنیو ته یې ۱۲ سوه زره افغانۍ ورکړې چې هرې کورنۍ ته یې په شفاف ډول څلور،څلور زره افغانۍ وسپارلې،همدا راز به د اتمې ناحیې ۱۴۴ په نښه شویو کورنیو ته نن د څلور، څلور زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکې ورکړي.

د نوموړي په وینا د یادې مرستې وروسته به ارزونه وکړي چې زیانمنو کورنیو ته څلور،څلور زره نغدي او یا هم د یادو افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته ورکړي.

د ښاروال په وینا تر ارزونې وروسته به د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د انکشافي شوراګانو په مرسته ۴۱ زره کورنیو سره په رسمي ډول مرستې پیل شي او هغه سیمې چې شوراګانې نلري د ریچ پروګرام له لورې به ورسره مرسته ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdcawenui49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته