دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۲۵
د مطلب کود : 213310
جان سپکو: پر فساد تورنو کسانو ته دې په کابینه کې ځای نه ورکول کیږي
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګر ویلي هغو کسانو ته دې په کابینه کې ځای نه ورکړل کیږي، چې د فساد پيښو کې په لاس لرلو تورن دي.

د دغې ادارې مشر، جان سپکو ویلي د هغو کسانو له خوا د دولتي بنسټونو پر مخ بیول چې د فساد دوسیې لري او یا ورباندې تور دي، فساد سره مبارزې چارو کې ښکاره شاته تګ دی.
دا په داسې حال کې دي چې تر اوسه د نوي ګډ حکومت کابینې لپاره نوماند وزیران نه دي معرفي شوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي دوی ته د کابینې د هغو غړو نومونه نه دي رسیدلي، چې د حکومت ویش کې عبدالله عبدالله ته رسیدلي دي.
ولسمشر غنی بیا د خپلې برخې ټول نوماند وزیران معرفي کړي یا د سرپرستانو په توګه ګمارلي دي.
په سپيدا ماڼۍ کې یو شمیر سرچینې د ثبات او همپالنې ټیم له خوا د کابینې د غړو د نه معرفي کیدو علت، ټیم کې د ننه اختلافونه بولي.
نن د ولسي جرګې غړو هم د کابینې نویو غړو معرفي کیدو کې د ځنډ له امله پر سیاسي مشرانو نیوکه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې د وزارتونو نوماند وزیران زر تر زره ولسي جرګې ته د رایې اخیستنې لپاره ور ولیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcfymd0xw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته