د کابل د پولېتخنیک پخواني مشر محمد سعید کاکړ، د دغه پوهنتون نوي مشر ته خبرداری ورکړی چې د فساد په دام کې ونهولېږي.
د کابل پولېتخنیک نوي مشر ته د 'فساد د دامونو' په اړه د پخواني مشر خبرداری
د صدای افغان خبری آژانس , 9 سرطان 1399 ساعت 18:33
د کابل د پولېتخنیک پخواني مشر محمد سعید کاکړ، د دغه پوهنتون نوي مشر ته خبرداری ورکړی چې د فساد په دام کې ونهولېږي.
ښاغلي کاکړ په خپله فېسبوک پاڼه ځینو مواردو ته اشاره کړې چې په خبرهیې ممکن فساد پهکې وي او نوی رئیس باید ترې ځان وساتي.
نوموړي دغه خبرې، عبدالرشید اقبال ته چې نوی د یاد پوهنتون مشر ټاکل شوی لیکلي دي.
له اوو مواردو یو هم چې ښاغلي کاکړ ورته اشاره کړې د ښي لاس اشترنګ لرونکو موټرو موضوع ده چې د افغانستان د ټرافیکو د مقرراتو خلاف دی او دغهشان د دغه پوهنتون د برښنا د لابراتوار لپاره د تجهیزاتو پېرل دي چې په خبرهیې د تړون خلاف ده.
د ده په خبره، په همدغه عنوان یو شمېر کتابونه هم د نړیوال بانک له پروژې، د لګښت په تفاوت تر ۸۰ زره افغانیو دغه پوهنتون ته پېرل شوي دي.
د مطلب کود: 213311