دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
د مطلب کود : 213322
روغتیا نړیوال سازمان: کرونا ویروس ژر له منځه نه ځي
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کرونا وبا به ژر له منځه ولاړه نشي.

د دغه سازمان مشر ټیدروس اډهانوم ګیبریسوس داسې مهال دا خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر لسو میلیونو واوښت او له همدې ناروغۍ څخه د مړه شویو شمېره پنځه سوه زرو ته ورسېد.
ټیدروس د جون پر ۲۹ په دې اړه وینا کې وویل ، که څه هم د نړۍ په سطح ځینو هېوادونو د کرونا ویروس په مخنیوي کې پرمختګ کړی دی، خو زیاته یې کړه چې لا هم دا وبا په چټکۍ پر مخ روانه ده.
نوموړي زیاته کړه نړۍ به په راتلونکو میاشتو کې هم لا ډېر زغم، حوصلې، تواضع او سخاوت ته اړتیا ولري.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۴ ساعتونو په موده کې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د څه باندې ۱۸۹ زره مثبتو پېښو د ثبتولو اعلان وکړ.
https://avapress.com/vdcirparrt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته