دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۲
د مطلب کود : 213323
ولسي جرګې ته د کابل ښاروال نه ورتګ ددې جرګې غړي په غوصه کړل
ولسي جرګې په کابل کې د قرنطین په ورځو کې بېوزلو کورنیو ته د وچې ډوډۍ په وېشلو کې د مالي فساد، کابل کې د ځمکو د غصب، کابل ښارکې د بې نظمۍ او داسې نورو مواردو په اړه د کابل ښاروال د دوشنبې په ورځ خپلې استجوابیه غونډې ته ورغوښتی و، خو ښاروال دغه غونډې ته حاضر نه شو چې دا کار د نوموړې جرګې د غړو د توند غبرګون لامل شو.

خو کابل ښاروالۍ ولسي جرګې ته په یوه مکتوب کې د ښاروال د نه ورتګ علت د کابینې غونډه یاده کړې وه.
خو د ولسي جرګې غړي وایي، له دې وړاندې یې هم د کابل ښاروال کمېسیونونو ته په وار وار دعوت کړی خو هغه په یوه اوبله بهانه د ولسي جرګې د غړو دعوت نه دی منلی.
د ولسي جرګې غړی خالد اسد وایي، ټول بودیجوي واحدونه ملي شورا ته ځواب ویونکي دي او باید د بل ښاروال تر معرفي کولو پورې ولسي جرګه د کابل ښاروالۍ بودیجه وځنډوي:« که کوم بودیجوي واحدونه له جرګې څخه رایه اخلي یا نه موږ ته ځواب ویوونکي دي او باید د دې ضعیف شخص پرځای د بل ښاروال تر معرفي کولو پورې د ښاروالۍ بودیجه وځنډول شي.»
په ورته وخت کې د ولسي جرګې بله غړې شګوفه نورزۍ وایي، کابل ښاروال په یوه او بله بهانه غواړي چې په خپلو چارو پرده واچوي او حساب ورکولو ته نه حاضریږي:« رییس صاحب باید په دې اړه جدي چلند وشي چې ښاروال صاحب ولې په یوه او بله بهانه نه غواړي حساب ورکولو ته چمتو شي.»
خو د ولسي جرګې بله غړې سیمین بارکزۍ بیا وایي، ډیر کله
چې چارواکي ولسي جرګې ته ځواب ویلو لپاره وربلل کیږي، د دغه جرګې غړي یا له هغوی دفاع کوي او یا پرې شخصي کارونه کوي چې دا چارواکو ته جرئت ورکوي چې په جرګه کې د امتیاز په ورکولو سره د د فاع کسان پیدا کولای شي:« ډیره کله چې موږ چارواکي راوغواړو یو شمېر وکیلان خوش خدمتي کوي، یعنې یا په هغوی شخصي کارونه کوي او یا د وزیرانو او چارواکو میز ته ورځي چې هغوی په دې ډاډه کیږي چې د امتیاز په ورکولو سره په جرګه کې د دفاع کسان پیدا کولای شي.»
خو د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمدمیرزا کټوازي بیا ولسي جرګې ته د کابل ښاروال نه ورتګ د اساسي قانون خلاف وباله او خبرداری یې ورکړ چې د راتلونکې اونۍ دوشنبه حاضر نه شي نو په اړه به یې قانوني تصمیم ونیسي:« ښاروال صاحب ته هدایت ورکول کیږي چې راتلونکې دوشنبې تالار ته حاضر شي، کنه ولسي جرګه به یې په اړه قانوني تصمیم ونیسي.»
په دې اړه مو غوښتل چې د کابل ښاروالۍ نظر هم واخلو خو له هڅو سره سره ونه توانېدو. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په خپله د ولسي جرګې د ځینو غړو له خوا نور همکاران یې د چارواکو د استجواب او استیضاح پرمهال په اداري فساد او معاملو تورن شوي دي.
https://avapress.com/vdcj8te8tuqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته