دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 213324
ختېځ کې د کرونا ناروغانو شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی
د دې ولایت د روغتیایي چارواکو د معالوماتو له مخې یوازې تیره اوونۍ یې په لابراتوار کې د ختیځو ولایتونو په کچه د کرونا ۹۷ شکمنې نمونې معاینه کړي چې له جملې یې ۳۲ مثبت وې. د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، د پخوا په پرتله ختیځو ولایتونو کې د کرونا وایروس پېښې کمې شوي دي. د روغتیا ریاست د معالوماتو له مخې یوازې تیره اوونۍ د ټول ختیځ په کچه یې د دې ولایت په لابراتور کې د کرونا ناروغانو ۹۷ شکمنې نمونې معاینه کړي چې له دلې یې ۳۲ مثبت وې.

 د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغيو د کنترول مسول ډاکتر عبدالرشید وفا وویل، ننګرهار کې یې د کرونا له خپریدو تر دې دمه په لابراتوار کې د کرونا پر وایروس د اخته ۲۰۱۷ کسانو شکمنې نمونې معاینه کړي چې له جملې یې ۱۳۳۴ مثبت شوي او ۱۷۴ تنه مړه شوي دي.
((په لومړیو کې د کرونا مثبتو پېښو زیات و خو اوس د پخوا په پرتله د کرونا وایروس د مثبتو پېښو شمیر کم شوی، پخوا به مو هره ورځ له سلو د زیاتو کسانو نمونې معاینه کولې خو اوس د ورځې کمې وي.))
په همدې حال کې عام وګړي بیا پر روغتیایي چارواکو نیوکه کوي او وایي، ډیر کله روغتیایي مسولین د کرونا پر وایروس د اخته کسانو ریښتني ارقام نه خپروي. دوی شکایت کوي او  وایي، ننګرهار کې پر کرونا د اخته کسانو کسانو شمیر د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوی خو خلک پر ډاکترانو د نه باور له امله روغتیایي مرکزونو ته مراحعه نه کوي.
(( نوم لونګ دی ننګرهار کې کرونا کمه شوې نه ده، زیاته شوې کوم ارقام چې ډاکتران خپروي له دې ډیر خلک پر کرونا اخته دي.)) په همدې حال ډاکتر شکیل احمد یوسفزی له خلکو غوښتنه کوي چې په روز مره ژوند کې دې له پاکوالي سره سره د روغتیاپالانو روغتیایي لاروښونې په پام کې ونیسي. ((که اوس هم چیرې خلک روغتیايي لارښوونې په پآم کې و نه نیسي نو پر کرونا یې دزیاتو خلکو د اخته کیدو امکان شته نو لازمه ده چې باید خپل پاکوالي ته پام وکړو.)) ننګرهار کې داسې مهال خلک پر کرونا وایروس د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلې مخ په کمیدو دی چې، د روغتیایي چاروکو د معالوماتو له مخې تراوسه دې ولایت کې د یاد ویروس له ۱۳۳۴ مثبتو پېښو یې ۱۷۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. The post ختېځ کې د کرونا ناروغانو شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی appeared first on pashto.
 
https://avapress.com/vdcauenuy49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته