دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 213327
د هلمند په سنګین کې چاودنه؛ ۲۳ ملکیان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي
د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د سنګين ولسوالي په زوړ بازار سيمه کې پر دوديزه ميله‌بازار د وسله‌والو طالبانو له‌خوا لومړی څلور توغنديز بريدونه شوي او ورپسې همالته په موټر کې ځای پر ځای شويو توکو چاودنه کړې چې له کبله يې د ولسي سرچينو د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ دوه وسله‌وال طالبان وژل شوي، ۲۳ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان دي.


خبرپاڼه کاږي، په رسنيو کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا هغه تبليغات بې‌بنسټه دي چې وايي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو توپچي بریدونه کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، طالبانو د دې لپاره چې پر ملکي وګړو پر وړاندې د دغه ستر جنايت مسووليت له ځانه واړوي؛ نو ځکه یې دا ډول بې‌بنسټه ادعا او پروپاګند ته ملا تړلې ده.
د خبرپاڼې په حواله، امنيتي او دفاعي ځواکونو په سنګين کې د نن سهار راهيسي هېڅ توپچي او نور لوی بريدونه نه دي کړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، د هلمند والي محمدياسين د دې پېښې له خبريدو سره سم امنيتي او کشفي ادارو ته د څرنګوالي او څېړنې امر کړی چي په اړه به يې معلومات وروسته خپاره شي.
خو د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته سهار په لېږل شويو معلومات کې ويلي و چې د ۲۱۵ ميوند قول‌اردو د دویمې لوا له لوري د هاوان مرمۍ په ویشتلو سره ياده مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
 
https://avapress.com/vdcdxs0x5yt0fs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته