کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیا پټان ولسوالۍ کې د دوو قبیلو تر منځ شخړه کې اووه کسان وژل شوي

10 سرطان 1399 ساعت 10:06


د پکتیا پټان ولسوالۍ کې د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه کې د دواړو لوریو اووه کسان وژل شوي دي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال لطف الله کامران وایي چې د پټان قیمتۍ سر بدالي سیمه کې د منګلو او خروټو قبیلو ترمنځ د ځمکې پر سر نن سخته جګړه شوې او په پایله کې یې د دواړو لوریو اووه کسان وژل شوي دي.
کامران زیاتوي چې سیمې ته امنیتي سرتیري رسیدلی او اوس مهال جګړه دریدلې ده.
خو د پټان اوسیدونکي وایي چې لا هم سیمه کې جګړه روانه ده.
دغه سیمه کې له تیر یو کال راهیسې د دواړه قبیلو کسان مورچلونو کې ناست دي او وخت ناوخت پر یو بل بریدونه کوي.
 


د مطلب کود: 213331

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213331/د-پکتیا-پټان-ولسوالۍ-کې-دوو-قبیلو-تر-منځ-شخړه-اووه-کسان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com