دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 213331
د پکتیا پټان ولسوالۍ کې د دوو قبیلو تر  منځ شخړه کې اووه کسان وژل شوي
د پکتیا پټان ولسوالۍ کې د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه کې د دواړو لوریو اووه کسان وژل شوي دي.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال لطف الله کامران وایي چې د پټان قیمتۍ سر بدالي سیمه کې د منګلو او خروټو قبیلو ترمنځ د ځمکې پر سر نن سخته جګړه شوې او په پایله کې یې د دواړو لوریو اووه کسان وژل شوي دي.
کامران زیاتوي چې سیمې ته امنیتي سرتیري رسیدلی او اوس مهال جګړه دریدلې ده.
خو د پټان اوسیدونکي وایي چې لا هم سیمه کې جګړه روانه ده.
دغه سیمه کې له تیر یو کال راهیسې د دواړه قبیلو کسان مورچلونو کې ناست دي او وخت ناوخت پر یو بل بریدونه کوي.
 
https://avapress.com/vdcipparzt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته