کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست: ۵۴۱ کورنیو باندې خوراکي توکي ویشل کیږي

10 سرطان 1399 ساعت 10:05

د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ کې د د W.F.P او Wasta مؤسسې له لوري په ۵۴۱ کورنیو باندې د یوشمېر خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل شوه.
د خوست ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دغه مرسته کې یوې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، د ماشومانو کاکو د خوار ځواکو ماشومانو د سوې تغذیې مواد او د مېرمنو دحافظې د تقویې مواد شامل وو.



د دغې مرستې د لړۍ پیلېدا په مراسمو کې د شمل دوه منده ولسوال ګلاب منګل د ولایتي ادارې مشرتابه او نړیوال خوراکي پروګرام مسؤلینو څخه مننه وکړه چې، د شمل دومنده ولسوالۍ په غریبو کورنیو باندې یې، د یادو کومکونو لړۍ پیل کړه.
  افغان ږغ خبریال زیاتوي؛ د شمل دوه منده ولسوالۍ ولسونو هم دیادو مرستو ترلاسه کولو پر وخت د ولایتي ادارې او مرستندویه ادارو مننه کوله او دولت ته یې دهر ډول همکاریو ډاډ ورکولو.

باید یاده کړو چې دغو مرستو د شفافې وېشنې لپاره پخوا سروې شوي وه او شمل دوه منده ولسوالۍ لخوا ورته د مؤسسو استازو په شمول د ولسوالۍ ملکي، نظامي مسؤلینو ،قومي مشرانو او د ځوانانو شوراګانو ګډ کمیسیون هم ټاکل شوی وو.


د مطلب کود: 213333

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213333/خوست-۵۴۱-کورنیو-باندې-خوراکي-توکي-ویشل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com