دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 213333
خوست: ۵۴۱ کورنیو باندې خوراکي توکي ویشل کیږي
د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ کې د د W.F.P او Wasta مؤسسې له لوري په ۵۴۱ کورنیو باندې د یوشمېر خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل شوه. د خوست ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دغه مرسته کې یوې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، د ماشومانو کاکو د خوار ځواکو ماشومانو د سوې تغذیې مواد او د مېرمنو دحافظې د تقویې مواد شامل وو.

د دغې مرستې د لړۍ پیلېدا په مراسمو کې د شمل دوه منده ولسوال ګلاب منګل د ولایتي ادارې مشرتابه او نړیوال خوراکي پروګرام مسؤلینو څخه مننه وکړه چې، د شمل دومنده ولسوالۍ په غریبو کورنیو باندې یې، د یادو کومکونو لړۍ پیل کړه.
  افغان ږغ خبریال زیاتوي؛ د شمل دوه منده ولسوالۍ ولسونو هم دیادو مرستو ترلاسه کولو پر وخت د ولایتي ادارې او مرستندویه ادارو مننه کوله او دولت ته یې دهر ډول همکاریو ډاډ ورکولو.
باید یاده کړو چې دغو مرستو د شفافې وېشنې لپاره پخوا سروې شوي وه او شمل دوه منده ولسوالۍ لخوا ورته د مؤسسو استازو په شمول د ولسوالۍ ملکي، نظامي مسؤلینو ،قومي مشرانو او د ځوانانو شوراګانو ګډ کمیسیون هم ټاکل شوی وو.
https://avapress.com/vdcaeenue49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته