کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اضغر افغان او شهزاد محمدي وايي، د اسيا جام نيمه او پايلوبې ته وځو خو څنګه ممکنه ده؟

10 سرطان 1399 ساعت 10:11

د اسيا جام کرېکټ سیالۍ چې هرو دوو کلونو کې د اسيايي کرېکټ لوبډلو افغانستان، هندوستان، پاکستان، سريلانکا او بنګلاديش ترمنځ سپټمبر او نومبر مياشتو کې ترسره کيږي خو سږ يې د کورونا په روان ننګوونکي حالت کې لا هم نېټه نه ده مالومه سوې مګر کوربتوب يې احتمال کيږي چې سريلانکا وکړي.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې له مخکې بې برخلیکه شل اوريزه نړیوال جام او شل اوريزه اسيا جام ته کابل کې تمرينونه پيل کړي، په دغه تمريناتي کمپ کې د شل اوريزه لوبو ۲۴ لوبغاړي اچول سوي دي او په بېلابېلو برخو کې د تکړښت په موخه تمرينات کوي.



تازه د روان تمريناتي کمپ په بهير کې لوبډلمشر اصغر افغان او ملي لوبډلې ته تازه راګرځيدلي شهزاد محمدي خپلو وروستيو خبرو کې د اسيا جام نيمه پايلوبو او پايلوبې ته د وتلو او ښو لوبو کولو خبره کړې ده خو څنګه به د ای سي سي د شل اوريزه کرېکټ د پياوړو لوبډلو دريم مقام هندوستان، څلورم مقام پاکستان، اووم مقام سريلانکا او اتم مقام بنګلاديش سره دې مبارزه کې بريالي سي؟ حال دا چې افغان لوبډله لسم مقام کې ولاړه ده.
اضغر افغان او شهزاد محمدي ممکن په دې وجه نيمه پايلوبو او پايلوبې ته د رسېدو خبره کړې وي چې لوبې به د اسيا پر لوبغالو او پيچونو وي، دوی به د تېزو بالرانو خلاف مبارزه وکړای سي او توپ اچونه کې به هره لوبډله د خپلو ورو توپ اچوونکو راشد خان، مجيب الرحمن او محمدنبي پر مټ راوګرځوي خو دا وړاندوینې يې ځکه نيمګړي بللی سو چې اوس افغانستان سره د لوبې پر وخت د هرې لوبډلې نظر همدې دريو لوبغاړو ته وي چې څنګه يې ولوبوي او اوس خو ددې لوبډلو ټول لوبغاړي د افغان ورو توپ اچوونکو له کمالونو او مهارتونو سره څه ناڅه هوښيار او بلد سوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې توپ وهنه تر ډېره بې ثباته بلل کيږي، کله چې هم چلېدلې نو بيا يې خپلو توپ اچوونکو ته دفاعي هدف ايښی دی خو همدې اسيا کې او د اسيا جام لوبو کې د افغانستان توپ وهونکي ډېری وختونه ورو توپ اچوونکو په مخه کړي دي که څه هم د نړۍ ټاپ ورو توپ اچوونکي ورسره يوځای دي نو د اسيا پيچونو او د سيالو لوبډلو ورو توپ اچوونکو ته په کتو به اسانه نه وي خو د افغان لوبډلې په دې جوړښت د شهزاد محمدي او اضغر افغان دا خوبونه په رښتيا بدلېدای سي.

ددې لپاره چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اسیا جام پايلوبو او نيمه پايلوبې ته ورسيږي نو دغه لوبغاړي ټاکل اړين دي کنه خيال به خيال او وړاندوينه به د اوبو پر سر کرښې وي.
رحمان الله ګربز، نجيب ترکی، شهزاد محمدي، نجيب الله ځدراڼ، اضغر افغان، محمدنبي، دروېش رسولي، ګلبدين نايب، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجيب الرحمن، قيس احمد، سيد شېرزاد، شاپور ځدران او افتاب عالم.

 


د مطلب کود: 213334

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213334/اضغر-افغان-او-شهزاد-محمدي-وايي-د-اسيا-جام-نيمه-پايلوبې-ته-وځو-خو-څنګه-ممکنه-ده

آوا
  https://www.avapress.com