د دغه ولایت د والي ویاند زړګی عبادي وایي، شاه محمد شاه پرون شپه شاوخوا اته بجې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار په سویلي برخه کې د وسله والو طالبانو په غلچکي برید کې وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، شاه محمد شاه یو پیاوړی قوماندان و، چې پنځه کاله یې د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه. هغه په دواړو سترګو ړند و او تر دې وړاندې د ځانمرګو بریدونو په شمول ۳۵ لوی او واړه بریدونه پرې شوي دي. وسله والو طالبانو د دغه برید پړه منلې ده.