کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پومپیو سره د طالب پلاوي غونډه: د بین‌الافغاني خبرو پیل ته ژمن یو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 سرطان 1399 ساعت 11:21

طالبان وايي د دوی مشرانو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په غونډه کې ټینګار کړی چې دا ډله بین‌الافغاني خبرو پیل ته ژمنه ده.


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه بیان کې ویلي چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د وېډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د تطبیق، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړې.
په بیان کې د ملا برادر له قوله راغلي دي چې نوموړی وايي، د بندیانو په خلاصون کې ځنډ د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
ښاغلي برادر ویلي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د دولتي ځواکونو د پوستو جوړېدل او د پوځي کتارونو تېرېدل د حملو د زیاتېدو باعث شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې ملا برادر همداراز له ګوانتانامو زندان څخه د پاتې افغان بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.
امریکايي چارواکو د دې غونډې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 213339

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213339/پومپیو-سره-د-طالب-پلاوي-غونډه-بین-الافغاني-خبرو-پیل-ته-ژمن-یو

آوا
  https://www.avapress.com