کابل، افغانستان: د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په ټول هېواد کې ۵۶۲۰ تنه، د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال، محمد هاشم اورقاق، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې له نشه یي توکو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت، یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته کړه: له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال له پیل څخه تر دې مهاله؛ د هېواد په کچه د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو پر ضد، ۴۸۳۳ عملیات تر سره کړي دي.
هغه وویل، چې د نیول شویو کسانو په ډله کې د عامه خدمتونو ۸۹ تنه کارکوونکي او ۹ تنه بهرني وګړي هم شامل دي.