د هلمند يو شمېر مدني فعالانو چې د اعتراض په توګه راټول شوي، د دغه ولايت د سنګين د پېښې د عاملينو د مجازات او محاکمې غوښتنه وکړه.
دوی وويل، دولت بايد هغه کسان سخت مجازات کړي چې ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولي.
پرون د هلمند سنګين ولسوالۍ يوې ځايي مېله کې چې څاروي پکې پېر او پلور ته وړاندې کېدل د هوان مرمۍ لګېدو له امله ۲۳ ملکيان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ژوبل شول.
طالبان او حکومت د پېښې پړه يو پر بل اچوي، خو تر اوسه لا نه ده مالومه چې پېښه د چا لخوا رامنځته شوې.