دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 213353
د هېواد په درېیو ولایتونو کې لسګونه مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کورنيو چارو وزارت وايي د هېواد په درې ولايتونو کې د پوځي عملياتو او نښتو پر مهال ۳۷ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د وزارت اعلاميه کې راغلي:
«ترهګرو طالبانو د زابل، لوګر او غور ولایتونو په اړوند سیمو کې د تېرې یوې شپې ورځې په لړ کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه غبرګونونو سره مخ شوي او په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قوماندان شکېب په ګډون ۲۲ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.»
یادې نښتې د زابل ولایت په مرکز کلات ښار، د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار او د غور ولایت په مرکز فېروز کوه ښار کې رامنځته شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په دې نښتو کې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
 
https://avapress.com/vdccp1qi12bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته