دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 213363
امنیت شورا: د ورځې ۲۴ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي
د ملي امنیت شورا دفتر ویاند، جاوید فیصل وايي، هېواد کې د طالبانو بریدونو کې هره ورځ لږ تر لږه ۲۴ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
نوموړي نن(سې شنبې د چنګاښ په ۱۰مه نېټه) پر ټویټر پاڼې لیکلي دي طالبانو یاده موده کې په منځني توګه د ورځې ۴۴ بریدونه کړي چې ملکي کسانو ته یې زیان اوښتی دی.
هغه زیاته کړې:«طالبانو د تاوتریخوالي اوونۍ کمښت(د فبروري میاشتې له ۲۲مې نېټې) راهیسې په منځیني توګه د ورځ ۴۴ بریدونه کړي چې پایله کې یې ۲۴ ملکي کسانو ته هره ورځ مګر ژوبله اوښتې ده.»
هغه یوځل بیا هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده.
ښاغلي فیصل وړاندې لیکلي دي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې بریا هېواد کې د تاوتریخوالي کمښت او د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرو کې ده.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ پر یوه بازار راکټي بریدونو د ۲۳ ملکي کسانو ژوند واخیست.
هغه څه چې طالبانو په کې لاس لرل رد کړل.
په همدې حال کې یوناما هم له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې جګړې کې دې د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته پام کوي.
همداراز ملګرو ملتونو د سنګین د پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9s0xsyt0fs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته