دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 213368
هلمند کې د نوو مېوو د ونو ازمایښت ښه نتیجه ورکړې ـ کرنې وزارت
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د هلمند ولایت په څېړنیز فارم کې د یو شمېر نویو مېوو او نباتاتو ونې کرل شوي چې ښه پایله یې ورکړې ده.
د دغه وزارت په مطبوعاتي اعلامیې کې چې نن سه شنبه (چنګاښ۱۰/جون۳۰) خپره شوې راغلي چې املوک، کېلې او د سټرس کورنۍ پنځه ډوله مېوې لکه مالټې، نارنج او لېمو هم پکې شاملې دي.
 
په اعلامیې کې د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمي الکو له قوله راغلي چې یو کال مخکې یې د ننګرهار ولایت نه اصلاح شوي نیالګي هلمند ته راوړي او د دغه ولایت د بولان په څېړنیز او انار باغ قوریه کې کرل شوي‌دي:"دغه اقدام مو هلمند کې د کوکنارو کرکېلې مخنیوي او د ښه بدیل پیدا کولو لپاره کړی."
ښاغلي الکو ویلي چې د دوی څېړنو پر بنسټ د یادو نویو ونو په تېر یوه کال کې ښه نتیجه ورکړې ده خو لا تر اوسه د دوی څېړنې بشپړې شوي نه دي.
دا لومړی ځل دی چې هلمند کې دغه ډول مېوې په رسمي ډول ازمایل کیږي.
هلمند ولایت د افغانستان یو د تر ټولو لویو ولایتونو څخه دی چې ګرمه هوا، پراخ ډاګونه او پرېمانه اوبه لري.
د کرنېز اړخه د کرکېلې لپاره ښه وړتیا لري. هندواڼې، خټکي، غنم، جوار او مالوچ د دغه ولایت لوی کرنیز تولیدات دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqparvt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته