کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند: ماين چاودنې د دوه ملکيانو ژوند واخيست

10 سرطان 1399 ساعت 14:30


د هلمند ولايت د مطبوعاتو يو غړی زاهد اتل وايي، نن سهار د ناوې ولسوالۍ منګلزو سيمه کي د ملکي وګړو پر يوه موټر د دښمن لخوا ځای پر ځای شوی ماين چاودلی دی.
هغه وايي چي په ترڅ کې يې په موټر کي سپاره دوه تنه په شهادت رسيدلي دي.
د اتل په خبره،  يادو ملکي وګړو په موټر کې ام بار کړي وه او لښکرګاه ته يې انتقالول چي د وسله والو طالبانو ښخ شوی ماين ورباندې چاودنه کړې ده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې دوې ورځې وړاندې د هلمند په سنګين کې د ماين چاودنه کې شپږ ملکيان ووژل شول.
 


د مطلب کود: 213370

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213370/هلمند-ماين-چاودنې-د-دوه-ملکيانو-ژوند-واخيست

آوا
  https://www.avapress.com