د روغتيا نړيوالې ادارې مشر ويلي دي، د کرونا وايروس په بشپړ ډول له منځه تلل ښايي ډېر وخت ونيسي.
ټيدروس اډهانوم ويلي دي، سره له دې چې يو شمېر هېوادونو د کرونا وايروس د کابو کولو په برخه کې پرمختګونه کړي دي، خو لا هم دا وايروس ژر له منځه نشي تللی.
نوموړي زیاته کړه نړۍ به په راتلونکو میاشتو کې هم لا ډېر زغم، حوصلې، تواضع او سخاوت ته اړتیا ولري.
دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۴ ساعتونو په موده کې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د څه باندې ۱۸۹ زره مثبتو پېښو د ثبتولو اعلان وکړ.