کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شاه و عروس بند؛ یوه لسیزه او نامعلوم برخلیک

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 سرطان 1399 ساعت 14:48

که څه هم کابل کې د شاه و عروس بند له قرارداد نه یوه لسیزه تیره شوې ده، خو تراوسه د دې بند د جوړیدو چارې نه دي بشپړې شوي.


ددې بند د جوړیدو قرارداد په ۱۳۸۹ کال کې لاسلیک شو او په ۱۳۹۱ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا یې د جوړیدو کار پیل شو او تمه وه چې په درې نیمو کلونو کې به د ګټې اخیستنې جوګه شي.
یوه ایراني شرکت چې د بند د جوړیدو قرارداد یې کړی، تر اوسه یې د دغه بند ۸۸ سلنه چارې پرمخ بیولي دي، خو لاهم معلومه نه ده چې کله به ګټې اخیستې ته وسپارل شي.
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره تخنیکي، حقوقي او استملاکي ستونزې د دې کار پر وړاندې اصلي خنډونه بولي.
د دې ادارې ویاند، نظام خپلواک یک تلویزیون ته وویل ټاکل شوې ده چې د بند کارونه راتلونکو اونیو کې بیا پيل شي.
د دې بند د جوړیدو لګښت د دولت ملي بودجې نه ورکول کیږي چې په جوړیدو سره به یې د کرنیزو ځمکو خړوبولو ترڅنګ، د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو ته د څښاک اوبه هم برابره شي.
د اوبو رسونې عمومي شرکت معلومات ښیي چې د کابل د ځمکې لاندې اوبه، یواځې دوه نیم میلیون وګړو ته بسنه کوي.
د دې شرکت سترګې هم د اوبو هغو بندونو ته دي چې وکولی شي د کابل ښار د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي بیا حکومت د بندونو جوړولو او اوبو مدیریت کې ناکامه بولي.
د شاه او عروس بند د کابل شکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري چې په جوړیدو سره به یې د ۳۵۰۰ هکتاره ځمکو خړوبولو ترڅنګ، څه کم دوه میګاواټه بریښنا تولیدوي او د موسمي سیلابونو د ویجاړیو مخنیوی هم کوي.
د شاه او عروس بند؛ یوه لسیزه او نامعلوم برخلیک
که څه هم کابل کې د شاه او عروس بند له قرارداد نه یوه لسیزه تیره شوې ده، خو تراوسه د دې بند د جوړیدو چارې نه دي بشپړې شوي.
ددې بند د جوړیدو قرارداد په ۱۳۸۹ کال کې لاسلیک شو او په ۱۳۹۱ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا یې د جوړیدو کار پیل شو او تمه وه چې په درې نیمو کلونو کې به د ګټې اخیستنې جوګه شي.
یوه ایراني شرکت چې د بند د جوړیدو قرارداد یې کړی، تر اوسه یې د دغه بند ۸۸ سلنه چارې پرمخ بیولي دي، خو لاهم معلومه نه ده چې کله به ګټې اخیستې ته وسپارل شي.
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره تخنیکي، حقوقي او استملاکي ستونزې د دې کار پر وړاندې اصلي خنډونه بولي.
د دې ادارې ویاند، نظام خپلواک یک تلویزیون ته وویل ټاکل شوې ده چې د بند کارونه راتلونکو اونیو کې بیا پيل شي.
د دې بند د جوړیدو لګښت د دولت ملي بودجې نه ورکول کیږي چې په جوړیدو سره به یې د کرنیزو ځمکو خړوبولو ترڅنګ، د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو ته د څښاک اوبه هم برابره شي.
د اوبو رسونې عمومي شرکت معلومات ښیي چې د کابل د ځمکې لاندې اوبه، یواځې دوه نیم میلیون وګړو ته بسنه کوي.
د دې شرکت سترګې هم د اوبو هغو بندونو ته دي چې وکولی شي د کابل ښار د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي بیا حکومت د بندونو جوړولو او اوبو مدیریت کې ناکامه بولي.
د شاه او عروس بند د کابل شکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري چې په جوړیدو سره به یې د ۳۵۰۰ هکتاره ځمکو خړوبولو ترڅنګ، څه کم دوه میګاواټه بریښنا تولیدوي او د موسمي سیلابونو د ویجاړیو مخنیوی هم کوي.


د مطلب کود: 213372

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213372/شاه-عروس-بند-یوه-لسیزه-او-نامعلوم-برخلیک

آوا
  https://www.avapress.com