دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 213374
طالبانو هره ورځ ۴۴ بریدونه سرته رسولي دي

د ملې امنیت شورا وایي چې وسله وال طالبانو د یوې اوونۍ تاوتریخوالي کمیدو دورې په پاې ته رسولو سره هره ورځ د هېواد په مختلفو سیمو کې په منځني ډول ۴۴ بریدونه ترسره کړي دي.
دافغان خبرې اژانس د راپور له مخې،د ملې امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن سهار (چنګاښ ۱۰) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې هره ورځ لږ تر لږه ۲۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د نوموړي پر وینا،د تاوتریخوالي کمښت او دوام یې په افغانستان کې د سولې د راتګ او د دوحې د هوکړه لیک له بریالي کېدو سره مرسته کوي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره یوه اساسي لار ده.
د ملې امنیت شورا له لورې دا څرګندونې په داسې حال کې بیانیږي چې طالبانو په کراتو کراتو په هېواد کې د ملکي تلفاتو رول درلودل رد کړي دي
د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته د تاوتریخوالي د یوې اوونۍ کمېدو د ملکي وګړو د تلفاتو په کمیدو کې مهم رول درلود؛مګر دغه بهېر دوام ونه موند او اوس مهال د هېواد په لویو برخو کې جګړې دوام لري. څه وخت وړاندې هم د ملې امنیت شورا اعلان کړی وو چې د جوزا د میاشتې وروستۍ اوونۍ په هېواد کې خونړۍ اوونۍ وه.
https://avapress.com/vdcfemd0jw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته