دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 213375
د پروان کوه صافي ولسوالۍ پرمرکز د طالبانو ډله‌ییز برید

د پروان امنیتي مسوولین د دغه ولایت کوه صافي ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو له ډله ییز بریده خبر ورکوي.
د امنیه قومندان، هارون مبارز نن(سې شنبه د چنګاښ په ۱۰مه نېټه) وايي چې کابو ۲۰۰ طالب وسله والو د سیمه ییزو پاڅون کوونکو پر پوستو برید کړ.
نوموړی څرګندوي چې تر اوسه ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي او سیمه ییزو پاڅون کوونکو ته زیان نه دی اوښتی.
ښاغلی مبارز وايي برید تېره شپه ۱۱:۰۰ بجې له څو خواوو پر پوستو پیل شوی.
د امنیه قومندان په خبره چې اوسمهال وضعت د سیمه ییزو پاڅون کوونکو په کنټرول کې دی او طالبان تېښتې ته اړ دي.
 
https://avapress.com/vdcguw9xnak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته