کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا بهرنیو چارو وزیر او ایران استازي سره د طالب پلاوي خبرې

10 سرطان 1399 ساعت 15:21



د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د طالبانو سیاسي مرستیال، ملابرادر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
د یادې ډلې ویاند، سهیل شاهین پر تویټرپاڼې لیکلي چې دواړو لورو د هوکړې پلي کولو، تاوتریخوالیو کچې کمښت، د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو به تړاو بحث کړی.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو ویلي دي چې طالبانو پر پوځي اډو او ښارونو کې د بریدونو کمولو سره تاوتریخوالی کم کړی، خو نورې خواوې هم باید افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.
په همدې حال کې ملا برادر هم لیدنه کې له ګونتانامو زندانه د بندیانو د ازادولو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو ویاند همداراز څرګنده کړې چې ملابرادر د ایران له ځانګړي استازي، ابراهیم طاهریان سره هم لیدلي او دواړو لورو د سولې او کډوالو پر موضوع خبرې کړې دي.
دې لیدنه کې ملا برادر د ایران له استازي غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې دې "د اسلامي اوصولو له مخې" له افغان کډوالو سره چلند وکړي.
همداراز ملابرادر ویلي دي چې«موږ د هوکړې ټولو ټکو ته ژمن یوو، او د بندیانو ازادولو وروسته د بین الافغاني خبرو لپاره چمتو یوو.»
 


د مطلب کود: 213376

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213376/د-امریکا-بهرنیو-چارو-وزیر-او-ایران-استازي-سره-طالب-پلاوي-خبرې

آوا
  https://www.avapress.com