کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اته قاچاق وړونکي ونيول شول

10 سرطان 1399 ساعت 15:40


د کورنيو چارو وزارت وايي، درېیو ولایتونو کې اته تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.
د وزارت اعلاميه کې راغلي:
«د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د جلال اباد ښار د اومې او نهمې ناحیو او غني خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو درې قاچاقبران له ۴۴ کیلوګرامه ښیښه او هیرویینو سره یو ځای نیولي دي.»
همداراز د جوزجان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د لومړۍ ناحیې او اقچې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۲۰ لیتره الکولي څښاک، ۱۲۰ لیتره د الکولي څښاکو مرکبات او ۶۱۰ کیلوګرامه خشخاش د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په همدې حال کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ښار په یوولسمه ناحیه کې هم د الکولي څښاکو لس بشکې ضبط کړې او په تړاو یې یو کس نیولی دی.
 


د مطلب کود: 213387

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213387/اته-قاچاق-وړونکي-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com