دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود : 213394
هلمند کې د ملکي مرګ‌ژوبلې پر ضد لاریون وشو
په هلمند کې د سنګین ولسوالۍ د دوشنبې ورځې د ملکي مرګ‌ژوبلې پر ضد لاریون وشو.
د سنګین د دوشنبې ورځې د پېښې دقیق څرنګوالی لا معلوم نه‌دی. حکومت طالبان او طالبان حکومت تورنوي چې د ملکي کسانو پر مېله بازار يې توعندي توغولي او ملکي کسان‌يې وژلي دي.
په لښکرګاه کې مدني فعالان، قومي مشران او د ښار اوسېدونکي په یوه لاریون کې راټول شوي او د حکومت او طالبانو له‌خوا د ملکي اهدافو په نښه کول غندي.
د لاریون کوونکو شمېر لږ و، د مظاهره‌چیانو سره په بنرونو په سره رنګ د سنګین او واشیر ولسوالیو نومونه هغه وژل شوي او ټپیان یادوي چې په یوه کې د توغندیزو بریدونو او بل کې د ماین چاودنې له امله ګڼ ملکي کسان ووژل شول.
دوی د جګړې پر دواړو غاړو غږ کوي چې د سنګین بوږنوونکې پېښه په بې‌طرفه ډول وڅېړي او عاملین‌يې چې د هرې غاړې وي د قانون منګولو ته وسپاري.
سنګین ولسوالۍ کې ټپي شوی کس
سنګین ولسوالۍ کې ټپي شوی کس
مدني فعال نظر محمد رودي او ښوونکي جان محمد شېرزاد وویل، خلک د وینو او مرګونو نه پوزې ته راغلي دي. هیله ده د جګړې دواړه غاړې روان بد حالت ته بدلون ورکړي.
دوی زیاته کړه: "زموږ له ملت نه‌يې د هر ډول سپر په ډول کار اخیستی دی. دغه حالت موږ ته په هېڅ صورت د زغم وړ نه‌دی. موږ هم حکومت او هم طالب ته وايو چې ملت له دواړو څخه ناراضه دی."
"تاسو باور وکړئ هغه حالت په افغانستان کې شروع دی په خاص ډول په هلمند کې چې د انسانانو او پسونو غوښې او وینې مو سره ګډې شوې دي. په واشیر کې زموږ بې‌ګناه خلک پر ړندو ماینونو خیژي. دغه حالت د منلو نه‌دی. تر څه وخته؟ دا افغانانو ته د زغم وړ نه‌دی. موږ سوله غواړو. دواړو ته لمن نیسو چې د خدای په خاطر نور سوله وکړئ او ملت مه‌ځوروئ."
په سنګین کې د دوشنبې د پېښې ملکي تلفات هم لوړ شوي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې تېره ورځ د حکومت له‌خوا رسنیو ته استول شوې ده ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل یاد شوي دي، خو هغه تازه شمېرې چې د لښکرګاه د ایمرجنسي روغتون څخه ځینو سرچینو ازادي راډیو ته په واک کې ورکړې دي ښيي چې د مړو شمېر ۳۰ تنو ته رسېدلی دی او لاهم د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.
هلمند
هلمند
د لښکرګاه لاریون کوونکو نه‌یوازې د سنګین او واشیر ولسوالیو د ملکي تلفاتو د څېړنې غوښتنه وکړه، بلکې د جګړې پر دواړو غاړو يې غږ وکړ چي اوربند وکړي او د سولې د مخامخ خبرو لپاره لستوڼي بډ وهي.
د دوی له ډلې عبدالستار ستوری وايي: "هر څوک خپله کورنۍ لري. خپل ورور لري. خپل اولادونه او ماشومان لري. هغه مو رایادېږي. سنګین مو هم زړه دی او واشیر مو هم زړه دی. په ټول افغانستان مو خوابدېږي په خاص ډول مو په خپل ولایت خوابدېږي. پر هېڅ چا مو نه‌ده پېرزو چې په بمونو او موټر بمونو والوځول ښي. زموږ هیله دا ده چې د سولې روان بهیر دې نه‌بدناموي او زموږ له وژلو څخه دې لاس واخلي."
اغا ولي محمدي وايي: "تاسو وګورئ هر کور له کونډو او یتیمانو ډک دی. ځوانان مو نشه‌يان دي. زیات معیوب دي. د دې ټولو ستونزو لامل جنګ، ناامنۍ دي. د دغه جنګ مسؤلین زموږ مشران دي. موږ غږ کوو چې سوله وکړئ او اتفاق وکړئ. هغه ډول سوله وکړئ چې دین او اسلام‌يې وايي."
د سنګین او واشیر ولسوالۍ پر ملکي مرګ‌ژوبلې دغه لاریون په داسې حال کې کېږي چې د یوناما او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د وروستیو راپورونو شمېرې ښيي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه تر بل هروخت لوړه شوې ده
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdchwxnik23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته