دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 213396
افغانستان کې د رسنیو نږدې ۱۰۰۰ تنه کار کوونکي پر کرونا اخته شوي
افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو له پیله تر اوسه نږدې ۱۰۰۰ تنه د رسنیو کار کوونکي پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی ویلي پر کرونا ویروس د اخته شوو خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو شمیر تر هغه زیات دی، چې تر اوسه اعلان شوی دی.
تر اوسه د رسنیو پنځه تنه کار کوونکي د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا شمیره د هغې سروې له مخې معلومه شوې، چې د نی ادارې له خوا په ټول هیواد کې شوې ده.
د دې سروې له مخې:
د رسنیو ۵۵۰ تنه کار کوونکي په کابل او شاوخوا ولایتونو کې
۱۲۰ تنه کار کوونکي په هرات او شاوخوا ولایتونو کې
۱۷۱ تنه د هیواد سویل او سویل لویدیځ زون کې
او ۸۹ تنه په شمالي زون کې پر دغې ناروغۍ اخته شوي، چې ټولټال ۹۵۳ تنه کیږي.
د نی د موندنې پر بنسټ، د رسنیو هغه کار کوونکي چې له لرې یې په انلاین ډول کار کړی د هغو په پرتله چې دفترونو ته یې تګ راتګ کړی، پر دغې ناروغۍ لږ اخته شوي دي.
دغه اداره وایي هڅه کوي څو حکومت د هغو خبریالانو، سرتیرو او ډاکټرانو کورنیو ته دایمي معاش ورکړي چې د کرونا ویروس له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcjhte8muqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته