دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۵
د مطلب کود : 213405
د یوناما موندنې؛
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) له حکومته غوښتنه کړې چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پر ملکي خلکو د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه خپلواکې څېړنې وکړي.
یوناما پرون (د جون په ۳۰مه) پر ټویټر په دې اړه وویل چې د دوی په بې‌پرې پلټنو کې څرګنده شوې چې د دوشنبې په ورځ د ملي اردو ځواکونو د وسله‌والو طالبانو د ډزو په ځواب کې، د هاوان ګولۍ ویشتي دي، خو هدف‌يې نه‌دی ویشتی.


یوناما ویلي چې د مړو او زخمیانو دقیق شمېر به وروسته څرګند شي.
خو پر حکومت‌یې غږ کړی چې دا پېښه وڅېړي او ویلي یې دي چې په دې اړه له حکومت سره مرستې ته تیار دي.
په ابتدا کې د هلمند ولایت د رسنیو د دفتر په خبرپاڼه کې د مړو شمېر ۲۳ او د زخمیانو شمېر ۱۵ ښودل شوی و.
خو وروسته د لښکرګاه ښار ایمرجنسي روغتون د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د سنګین په زاړه بازار کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.
ډاکترانو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د یو شمېر زخمیانو وضعیت خراب دی او ښايي د مړو شمېر زیات شي.
په لښکرګاه کې پرون یو شمېر خلکو مظاهره وکړه او له حکومته‌یې وغوښتل چې په سنګین کې د وروستۍ خونړۍ حملې عاملان پیدا کړي او سزا دې ورکړي.
د مظاهره‌چیانو شمېر زیات نه‌و.
هلمند کې مظاهره‌چیان
هلمند کې مظاهره‌چیان
ښايي د هلمند د سختې ګرمۍ، خراب امنیت یا د کرونا ویروس د وبا وېره، خو په وینو لړلي څادرونه او د سوځېدلو جامو ټوټې یې غوړولې وې او (موږ ولې وژنئ) نارې یې وهلې.
په لشکرګاه کې د مدني ټولنې یوه فعال، نظر محمد رودي د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "زموږ له خلکو د هر جنګ لپاره د سپر په توګه کار اخیستی دی، ولې؟ موږ نور دا نه شو زغملائ.
مسؤل څوک دی؟
حکومت او طالبان د دې پېښې پړه پر یوه او بل وراچوي.
د هلمند د والي دفتر ویلي چې د سنګین ولسوالۍ د زاړه بازار په مېله ځای کې اول څو راکټ ولګېدل او بیا د چاودېدونکو موادو موټر انفجار وکړ.
خو نه‌یې دي ویلي چې راکټ د ملي اردو ځواکونو ویشتي دي.
په هلمند کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان، عبدالولي احمدزي پرون (د جون په ۳۰ مه) وویل چې حمله قطعاً د ملي اردو له‌خوا نه‌وه.
هغه ازادي راډیو ته وویل چې د سنګین زوړ بازار د وسله‌والو طالبانو د وسلو او چاودېدونکو موادو اډه ده.
احمدزي وویل: "موږ هر چا ته په دې اړه وضاحت ورکولو ته تیار یوو. زموږ وسله‌وال مخالفان په همدې بازار کې چاودېدونکي مواد ښکته پورته کوي، همدلته تجهیزېږي، همدلته چاودېدونکي مواد جوړوي او بالاخره چاودنې کوي."
احمدزي همداراز وویل چې په سنګین کې د وروستۍ پېښې په اړه د پلټنو هرکلی کوي.
هغه وویل چې د هلمند ولایت په کچه یوه پلاوي ته په دې اړه د څېړنې مسؤلیت سپارل شوی دی.
خو ذبیح‌الله مجاهد چې د طالبانو له‌خوا خبرې کوي، رسنیو ته ویلي چې د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو دا سیمه ویشتې وه.
 
ذبیح‌الله فرهنګ
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د خپرونو مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ملکي خلکو داسې تلفات د اندېښنې وړ دي.
فرهنګ وویل، یوه خوا حق نه‌لري چې پر هغو سیمو چې ملکي خلک په‌کې اوسي ډز وکړي.
ذبیح‌الله فرهنګ وویل: "پر ملکي خلکو ډزې کول له هره لوره د نړیوالو بشري اصولو او د افغانستان د قوانینو له مخې منع دی."
په هلمند کې پرونیو مظاهره‌چیانو له حکومت او طالبانو غوښتنه کوله چې د دوی پر بد حال دې رحم وکړي.
ملګرو ملتونو د اپرېل په میاشت کې په خپل راپور کې وویل چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړيو څلورو میاشتو کې ۵۳۳ ملکي افغانان په جګړه کې وژل شوي وو.
ملګرو ملتونو وویل چې حکومتي ځواکونه، وسله‌وال طالبان، د داعش خراسان ډله او نورې تخریب‌کارې ډلې مسؤل دي.
د نیویارک ټایمز په وینا، یوازې د جون په میاشت کې ۱۱۹ ملکي افغانان د جګړې له کبله وژل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawenum49n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته