دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 213410
په یو شمېر ولایتونو کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
 طالبانو په زابل، لوګر او غور ولایتونو کې د افغان امنیتي سرتیرو پر پوستونو بریدونه وکړل، چې د هغوی له سخت غبرګون سره مخ شول.
د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول شول، د هغوی ۲۲ جنګیالي ووژل شول او ۱۵ نور یې ژوبل شول.
په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي، د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه.
د یاد وزارت خبرپاڼه څرګندوي، په یادو بریدونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
https://avapress.com/vdcgqw9xzak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته