دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۰
د مطلب کود : 213411
ارزګانیان: د شاه محمد شاه قاتلین دې ژر ونیول شي
«زه ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم، موږ به د خلکو امنيت په ښه ډول خوندي وساتو. خلک دي هيڅ تشويش نه کوي.» شاه محمد شاه تېره شپه په مرکز ترينکوټ کې په يوه غلچکي بريد کې ووژل شو.
د ارزګان د ولايت مقام وياند زړګی عبادي وايي، پر شاه محمد شاه تېره شپه د مرکز ترينکوټ اړوند د کندهار له اډي سره غلچکي بريد وشوه، چې پرمهال يې قومندان ووژل شوه او د هغه دوه نور ملګري ټپیان شول.
«په ډېري خواشينۍ سره باید ووايم چې موږ يو زړور قومندان شاه محمد شاه تېره شپه ۸ بجي په مرکز ترينکوټ کې په يوه غلچکي بريد کې له لاسه ورکړ.»
پر نوموړي د ماین چاودنو او ځانمرګو بریدونو په شمول ۳۵ لوی او واړه بریدونه شوي.
د هغه سترګې پنځه کاله وړاندې د یو ماین په چاودنه کې ړندې شوې.
د سياسي چارو کار پوه امان الله هوتکي وايي، دغه چريکي بريدونه د پوښتني وړ دي.
امان الله هوتکي وايي، شاه محمد شاه د هراود ولسوالۍ د امنيت خوندي ساتلو لپاره وړ کس و او د هغه په وژلو دوی ټول سخت خواشیني دي.
دی له حکومت څخه غواړي چې د شاه محمد شاه قاتلين دې ژر تر ژره په ډاګه او نیسي. «شاه محمد شاه د ټول د هراود ولسوالۍ امنيت خوندي ساتلي و.
دومره زړور قومندان په هېڅ ولسوالۍ کې نه و.» وسله والو طالبانو بیا د شاه محمد شاه د وژلو پړه منلې ده. د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وایي، جنګیالیو کې هغه په یو غلچکي برید کې له منځه وړی دی.
https://avapress.com/vdchzxniz23nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته