دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 213421
د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې د لشکر طیبه ډلې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي؛ چې په ځوابیه برید کې د درییو پاکستانیانو په ګدون د یادې ډلې شپږ غړي وژل شوي او د امنیتي ځواکونو لاسته ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې هم ورغلې دي.

سرچینې زیاته کړې چې د یادې نښتې پر مهال د سیمه ییزې اردو یو سرتیری هم وژل شوی دی.
د کونړ چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د دولت وسله وال مخالفین ځپلي چې له دوی سره د مخامخ جګړې توان نه لري.
https://avapress.com/vdcirparzt1az52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته