دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 213422
خلیلزاد یو سوکاله افغانستان د سیمه ییزې سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره مهم بللی
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ اسیا کې د سیمه ییزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره مُهم دی.
زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د اوزبیکستان پلازمینه تاشکند کې یې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر کاملوف او ځانګړي استازي ارګاشف ترڅنګ، د تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان له بهرنیو چارو وزیرانو سر د افغانستان پرمسایلو ګټورې خبرې درلودې.
خلیلزاد ویلي، په دې کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې او د پولو په شاوخوا کې د شته فرصتونو په تړاو خبرې وشوې او د سیمې د ودې لپاره د یوه ګډ صندوق پرجوړېدوهم خبرې وشوې.
خلیلزاد ویلي، با اقتداره منځنۍ اسیا کولای شي چې د افغان سولې په برخه کې ګټور کار وکړي.
زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې د قطر، اوزبیکستان او پاکستان ته سفر پيل کړی دی.
https://avapress.com/vdcj8te88uqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته