دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 213427
کابل کې ډاکټران د مصنوعي ساه اخېستو له دستګاوو په احتیاط کار اخلي
د افغان - جاپان روغتون ډاکټران وايي چې د کورونا وایرس د هغه ناروغانو لپاره چې په بد حالت کې دي د ساه اخیستلو د ساده ماشینونو یا سي پیک د نشتوالي له امله اوس د پرمختللي وینټلاتور دستګاوو څخه په احتیاط کار اخلي.


 
د یاد روغتون سرطبیب وايي د ساه اخیستو ساده ماشینونه به د ناروغانو د ښه والي لپاره ډېره مرسته کړې وه، خو دغه روغتون له یادو ماشیونو څخه ۲ داني په واک کې لري او یو يې هم د هغه کس زوی د غه روغتون ته ور کړې چې نوموړي روغتون کې یې روغتیا ترلاسه کړې ده. 
ډاکټران وايي چې د افغان - جاپان روغتون په عاجله څانګه کې څلور ناروغان د مصنوعي ساه اخیستو دستګا یا وینتلاتور په مرسته ساه اخلي.
په دې روغتون کې جواد نورزی یو له درېیو هغو ډاکټرانو دی چې، د مصنوعي ساه اخیستنې دستګاه له کارونې سره اشنا دی.
خو ځینې نور ناروغان چې ساده دستګاوو ته اړتیا لري؛ خو بیا هم په دې دستګاو سره ساه اخلي.
د افغان جاپان روغتون سرطبیب جواد نورزي وايي:«ونټلاټور په یرغلي توګه تړل کېږي موږ چې دا بندوو له ناچارۍ څخه یې کوو، د دې لپاره چې موږ سي پپ نه لرو، دوه دانې لرو هغه هم خیراتي دي. غوښتنه شوې پېرل شوي خو موږ ته نه دي رسېدلي، له دې درې میاشتې تېږېږي.»
دغه ډاکټر ناروغانو ته د وینتلاتور دستګاه کارونه ګواښوونکې بولي او وايي چې، په تېرو دوه نیمو میاشتو کې له ۱۵ هغو ناروغانو چې دغه دستګاه ورته لګول شوې وه، یوازې دوه یې بېرته روغ شوي دي.
ښاغلی نوروزي زیاتوي:«بهیر یرغلي دی بهیر ساده نه دی، خپل ګواښ لري، ځينې وخت زموږ ناروغان د بېهوښۍ تر پړاوه ځي، قلبي ارسټ ورکوو. چې موږ دغه ټول ګواښونه پایواز ته تشریح کوو.»
افغان جاپان روغتون د مصنوعي ساه اخیستنې ۷ دستګاوې لري او یوه یې خرابه شوې ده.
د افغان جاپان روغتون سرطبیب وايي، دغه روغتون د مصنوعي ساه اخیستنې هغو دستګاوو ته جدي اړتیا لري چې، بیه یې شاوخوا زرو ډالرو ته رسېږي؛ خو دغه روغتون د ساه اخیستنې دوه دستګاوې یا سي پپ لري؛ هغه هم د یوه روغ شوي کس د زوی له لوري دغه روغتون ته ورکړ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcewx8wfjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته