دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 213432
خلیلزاد له ازبکستاني چارواکو سره ولیدل
خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمیزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره مُهم دی؛ یوه منځنۍ آسیا چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سویلیزې آسیا نښلتیا لپاره کار وکړي، دا به د سیمې او متحدو ایالتونو په ګټه وي.
خلیلزاد ویلي چې په هر هېواد کې د پانګه ونې او د پولو پر شاوخوا فرصتونو  په اړه غږیدلی او له هغوی سره یې په دې غور کړی چې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره څه کولای شي.
خلیلزاد د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف، ځانګړي استازي ارګاشف سره لیدلي او خبري یې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ زلمي خلیلزاد د بین الافغان خبرو پیلېدو په اړه له جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله سره هم د ویډیو کنفران له لارې خبرې کړې دي
https://avapress.com/vdcaeenuu49n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته