دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 213436
پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته به له انګلستان سره د ټېسټ سیالي سخته وي
پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته به له انګلستان سره د ټېسټ سیالي سخته وي دغه خبره د پاکستان کرېکټ پخواني لوبغاړي په یوې مرکه کې کړې ده، نوموړي ویلي چې انګلستان کرېکټ ملي لوبډله په ټېسټ سیالیو کې مخکښه لوبډله ده او زیاته کړې یې ده که پاکستان یوه لوبه هم له انګلستان څخه وګټي دا به د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لویه لاسته راوړنه وي.

داففان خبری آژانس د  راپورونو له مخې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله د جون په ۲۹ مه انګلستان ته د درې ټېسټ او درې شل اوریزو سیالیو ترسره کولو په هدف تللې ده، چې اوس یې تمرینات هم پیل کړي دي.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان او انګلستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټېسټ رسمي لوبې د روان کال اګسټ میاشتې په پنځمه نېټه پېل شي، خو د اوس لپاره د کرونا له کبله قرنطین ده او دجولای میاشتي په اوږدو کې به یوه څلور ورځنۍ تمریناتي لوبه هم له انګلستان سره ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان او انګلستان ترمنځ درې شل اوریزې او درې د ټېسټ لوبې به پرته له نندارچیانو ترسره شي.
د سپټمبر میاشت کې به د پاکستان او انګلستان ترمنځ یادې شپږې لوبې پای ته ورسي او بیا به پاکستان خپل هېواد ته ستنه شي.
https://avapress.com/vdcexx8wpjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته