دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 213440
ولسمشر غني د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف لوګر ته تللی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوګر د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف هغه ولایت ته تللی.
د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی غني به د لوګر له سیمه‌ییزو چارواکو سره له لیدنې وروسته یوې ولسي غونډې ته هم وینا وکړي.
ولسمشر داسې مهال لوګر ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت خراب شوی.
د راپورونو له مخې وسله‌وال طالبان د لوګر-کابل عمومي سړک ته راوځي او په رڼا ورځ تلاشي کوي چې دې چارې د سیمې اوسېدونکي اندېښمن کړي.
لوګر ولایت د پلازمېنې کابل ګاونډ ولایت دی چې تر ډېره په‌کې وسله‌وال طالبان فعال دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxte8yuqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته