دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 213448
هرات کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته کې یوه ملکي کس ژوند بایللی او لس تنه نور ټپیان دي.
 نن(چهارشنبه د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) په ټپیانو کې ۸ افغان سرتېري او ۲ ملکي کسان شامل دي.
 نښته سهار وختي ۴:۳۰ بجې طاقچې سیمه کې پیل شوې.
د افغان خبری اژانس د خبر له مخی  افغان ځواکونو کله چې غوښتل طاقچې سیمه کې دولتي ځواکونه اکمال کړي، د طالبانو له برید سره مخامخ شوي دي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
پښتون زرغون د هرات ختیځ کې نا امنه ولسوالۍ ګڼل کیږي.
 
https://avapress.com/vdchkxni623nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته