کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپایي هېوادونو ته د پاکستان په دولتي هوایي شرکت د الوتنو بندیز لګېدلی دی

11 سرطان 1399 ساعت 15:32

د افغان خبری آژانس د راپورونو له مخې د هوایي چلن خوندیتو ادارې د پاکستان هېواد په دولتي هوایي شرکت (پي ای اي) باندې اروپایي هېوادونو ته د الوتنو بندیز لګولی او ددغه شرکت جواز یې د شپږو میاشتو لپاره ځنډولی دی.
ددې ادارې مسوولین وايي، د جواز ځنډولو دغه امر به د جولای له لومړۍ نېټې عملي شي.
دغې ادارې له هغو رپوټونو وروسته دا پرېکړه کړې چې ویل کېږي، پاکستان کې سلګونو پیلوټانو د الوتنې لپاره جعلي لایسنسونه ترلاسه کړي دي.



د هوایي چلن خوندیتوب ادارې اجرايي مشر پېټرک کايي وایي د پاکستان دولتي هوايي شرکت نه دی توانېدلی د شکاګو کنوانسون له پرېکړو سره سم د خوندیتوب اړین ټول اقدامات پلي کړي.
بل لور د پاکستان هوایي شرکت چارواکو هم دغه رپوټونه منلي او وايي، هغه کسان چې له مخکې یې د دوی ټکټونه اخیستي کولای شي د ټکټ موده وغځوي او یا بېرته خپل لګښت واخلي.
دا بندیزونه پر دغه شرکت هغه وخت ولګول شو،کله چې ددغه شرکت د ۱۵۰پیلوټانو لایسنسونه (جوازونه) جعلي وښتل.
 


د مطلب کود: 213450

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213450/اروپایي-هېوادونو-ته-د-پاکستان-په-دولتي-هوایي-شرکت-الوتنو-بندیز-لګېدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com