دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 213450
د افغان خبری آژانس د راپورونو له مخې د هوایي چلن خوندیتو ادارې د پاکستان هېواد په دولتي هوایي شرکت (پي ای اي) باندې اروپایي هېوادونو ته د الوتنو بندیز لګولی او ددغه شرکت جواز یې د شپږو میاشتو لپاره ځنډولی دی. ددې ادارې مسوولین وايي، د جواز ځنډولو دغه امر به د جولای له لومړۍ نېټې عملي شي. دغې ادارې له هغو رپوټونو وروسته دا پرېکړه کړې چې ویل کېږي، پاکستان کې سلګونو پیلوټانو د الوتنې لپاره جعلي لایسنسونه ترلاسه کړي دي.

د هوایي چلن خوندیتوب ادارې اجرايي مشر پېټرک کايي وایي د پاکستان دولتي هوايي شرکت نه دی توانېدلی د شکاګو کنوانسون له پرېکړو سره سم د خوندیتوب اړین ټول اقدامات پلي کړي.
بل لور د پاکستان هوایي شرکت چارواکو هم دغه رپوټونه منلي او وايي، هغه کسان چې له مخکې یې د دوی ټکټونه اخیستي کولای شي د ټکټ موده وغځوي او یا بېرته خپل لګښت واخلي.
دا بندیزونه پر دغه شرکت هغه وخت ولګول شو،کله چې ددغه شرکت د ۱۵۰پیلوټانو لایسنسونه (جوازونه) جعلي وښتل.
 
https://avapress.com/vdcamenuw49n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته