روغتیا وزارت نن چهار شنبه جولای لومړۍ (چنګاښ۱۱) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۶۷۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۱۹ یې مثبت ثابت شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۳۱۸۳۶ ته لوړ شو چې تر ټولو زیاتې په کابل، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې دي.
له یادو پېښو څخه ۱۳۳په کابل، ۴۲ په هرات، ۱۰ په کندهار، ۸ په بلخ، ۵ ننګرهار، ۱۴ تخار،۵بغلان، ۱۱ بادغیس، ۳ لوګر،۲ میدان وردګ،۶ بدخشان،۱ لغمان، ۵۶ دایکندي،۲۱فراه، او یوه ـ یوه په پنجشیر او زابل ولایتونو کې ثبت شوې ده.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په څلور ولایتونو کابل، بلخ،ننګرهار او میدان وردګ کې د کرونا ویروس له امله ۲۸ تنه مړه شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۷۷۴ تنو ته لوړ شو.
همدارنګه په یوولسو ولایتونو کې بیا ۱۵۲۰ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۵۶۵۱ تنو ته ورسېد.
د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین هوبي ایالایت په ووهان ښار کې پيدا شو چې وروسته په ډيري چټکۍ سره نړۍ کې خپور شوو.
د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن چهار شنبې تر غرمې جولای لومړۍ (چنګاښ۱۱ ) په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۵۱۱۵۴۲ تنه مړه شوي او څه باندې لس میلیونه نور په اخته شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)