دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 213463
ارغنديوال او دیبرا لاینز د ۲۰۲۰ پراختیايي کنفرانس په اړه خبرې وکړې
د مالیې سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال پراختیایي کنفرانس په اړه خبرې وکړې.
د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان لپاره په جنوا کې د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس، د لوړپوړي دولتي پلاوي ناستې ترسره کېدو ته د حکومت په چمتووالي او د سام ناستې لپاره د افغانستان حکومت د کلیدي سندونو وړاندې کولو په تړاو بحث وکړ.
د نوموړي په وینا، د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال وویل چې د افغانستان حکومت د سام ناستې بریالي ترسره کېدو لپاره خپل چمتووالی نیولی دی او په دې برخه کې ناستې په منظم ډول روانې دي.
ښاغلی مسجدي وايي چې د مشرتابه په کچه هره اوونۍ دوه ناستې ترسره کېږي او زموږ هڅې روانې دي، څو د سام ناستې له ترسره کېدو مخکې ژر تر ژره د اړتیا وړ سندونه نهایي او له تمویلوونکو سره‌یې شریک کړي.
نوموړي وویل هڅه دا ده څو په یاده ناسته کې د ۲۰۲۰ پراختیایي ناستې په څرنګوالي چې ټاکل شوې ده د جنوا په ښار کې د افغانستان او فنلند په ګډ کوربه‌توب ترسره شي خبرې او بحثونه وشي.
د شاغلي مسجدي په وینا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل چې د افغانستان تمویلوونکي هم له افغانستان څخه تمه لري، څو د حکومت ستراتېژیک سندونه نهایي او د دوی په واک کې ورکړل شي او له هغه سره سم د نړیوالې ټولنې د ژمنو په تړاو پرېکړه وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepx8wxjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته